د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، قطر چې څه څو ورځې مخکې یې د ۷۰۰ افغان کارګرو لپاره کاري بوختیاوې اعلان کړې وې، تازه یې ۱۳۰۰ نور فرصتونه هم په پام کې نیولي دي. د خبر پاڼې له مخې له دې سره د افغان کارګرو لپاره د قطر اعلان شوي کاري فرصتونه ۲۰۰۰ ته رسېږي. یاد وزارت زیاته کړې چې دا شمېر به په راتلونکې کې څو برابره زیات شي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې قطر ته د افغان کارګرو د رسمي لېږلو خبر ورکړی و. د هوکړې له مخې به افغان کارګر د خصوصي شرکتونو له لارې د قطر له دولتي شرکت سره په همغږۍ، دغه هېواد ته ولېږل شي.



































