د خوست ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۶ کسانو ته د مرګ ژوبله اوښتې ده. ځایي سرچینو ویلي، چې دغه پېښه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د المرې کلي کنډو سیمه کې د خوست- پکتیا پرلویه لار د ویټزموټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې ۲ تنه مړه او ۴ نورټپیان شوي دي. سرچینې زیاته کړې، چې د پېښې ټپیان په وخت سره د یادې سیمې د اوسېدونکو له لوري د خوست ولایت ملکي تخصصي روغتون ته لېږدول شوي چې د دوو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.



































