د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت چارواکو د حکومتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې ویلي، چې په تېر يوه کال کې درې لويې پروژې په کندهار کې د يوه لوی استنادي دېوال، په بادغيس کې د اوبو رسولو د يوې لويې شبکې او د هېواد په ۱۳ ولايتونو کې د ۱۴۳ چکډيمونو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. د دوی په خبره، پر يادو پروژو ۸۳۷ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د سرپرست حکومت له بودجې څخه ورکړل شوی دی.



































