د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت روسیه کې د یوې الوتکې د لوېدو له امله د یو شمېر کسانو پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د روسیې له حکومت او قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. د روسیې په ختیځ کې پرون د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله ۵۰ تنه مړه شوي دي.



































