د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د یوناما هغه راپور رد کړ چې ګواکې ځینې راستنېدونکي افغانان هېواد کې ګواښل کېږي او ځورول کیږي. فطرت وایي، ټول راستنېدونکي د سرپرست حکومت د بښنې له فرمان څخه برخمن دي او په خبره یې، یوناما ته نه ښایي د پروپاګند په خپرولو سره د خلکو په منځ کې اندېښنې راپورته کړي. نوموړي زیاته کړې؛ هېڅوک هم له سیاسي لحاظه له راستنېدونکو هېوادوالو سره دښمني، تضاد او انتقامي چلند نه کوي او که داسې څه پېښ شي حکومت یې پوښتنه او مخنیوی کوي او عاملین جزا ویني. د سرپرست حکومت مرستیال ویاند خلکو ته ډاډ ورکړی چې په دې اړه هېڅ اندېښنه ونه کړي او په ډاډ سره خپل هېواد ته راستانه شي.



































