ماليې وزارت ویلي، چې د هرات په ګمرک کې هېواد ته د ۲۶۴کیلو ګرامه ایراني زعفرانو د قاچاق مخنیوی شوی دی. د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه زعفران په یوه یخچاللرونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو، چې له قاچاقي لارو هېواد ته د راوړلو هڅه یې کېده. وزارت زیاتوي، نیول شوي زعفران او تورن کسان به د نورو اجراتو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شي.



































