په تورخم کې د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر ویلي، چې پاکستاني لوري دغه هېواد کې نیول شوي ۳۲ افغانان پرون تورخم کې سرپرست حکومت ته سپارلي دي. د ګوهر په خبره، ځینو دغو افغانانو پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لرل او له دوو تر درېيو ورځو یې د بند موده تېره کړې ده.



































