بغلان کې یوې غیردولتي موسسې د یاد ولایت د بېړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست په همغږۍ ۱۷ سیمې د ماینونو له شتون څخه پاکې کړې دي. د بغلان د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مرستیال شفیق الله محمدي ویلي چې دا او دې ته ورته نورې موسسې په دې ولایت کې د ماینونو په پاکولو کې هڅې کوي. په ورته وخت کې د ATC موسسې مسوول محمد نعیم نېکزاد وایي چې دغې موسسې د بغلان ولایت په مرکزي بغلان، ډنډغوري، پلخمري او ځینو نورو ځاینونو کې ۱۷ هغه سیمې چې ماینونو او ناچاوده توکو له ګواښ سره مخ وې له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکې کړې دي.



































