د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د ۸ کیلومتره سړک د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې. د یاد ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، چې دغه پروژه د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې پلې کېږي، چې د چارو په بهیر کې یې د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. د سرچینې په وینا د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د دغې سیمې د سلګونو کورنیو ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.



































