په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې په یاد هیواد کې افغان سفیر فضل محمد صابر د بلاروس له سفیر سره پر سیاسي او سوداګریزو اړیکو خبرې اترې کړې دي. د مالوماتو له مخې دواړو خواوو په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو، په تګراتګ کې د پلاوو لپاره پر اسانتیاوو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا بحث کړی دی. د سرچینې په خبره دواړو لوریو د ګډې همکارۍ پر اړتیا ټينګار کړی دی.



































