د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ټېلفوني خبرې کړې او دواړو لورو د افغان کډوالو د اخراج، د غزې کړکېچن بشري وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي. متقي ټینګار کړی، چې افغان کډوال دې په تدریجي او باعزته ډول له ایران څخه وایستل شي او اسلامي هېوادونه دې د غزې د نسل وژنې د بندېدو لپاره اقدام وکړي. په دې ټلیفوني خبرو کې، عراقچي د کډوالو حقونو ته پر درناوي ټینګار کړی او دغه راز یې د غزې په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو د غونډې رابللو غوښتنه کړې ده.



































