د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د جولای تر نولسمې نېټې پورې، له ایران او پاکستانه څه باندې یو نیم میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د اوچا د معلوماتو له مخې، له دې شمېر څخه یو اعشاریه دوه میلیونه یوازې له ایرانه راستانه شوي، چې نږدې ټول یې ناقانونه کډوال دي. خو له پاکستانه راستانه شویو کې ۶۲ سلنه ناقانونه، ۲۵ سلنه د پياوار کارت لرونکي او پاتې نور د اې سي سي کارت لرونکي او پناه غوښتونکي دي. اوچا زیاتوي چې له ایرانه ستنېدونکو کې ۴۳ سلنه تر ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي، په داسې حال کې چې له پاکستانه راستانه شویو کې د ماشومانو سلنه ۵۳ ته رسېږي. د دغه دفتر په وینا، روغتیايي خدمات، سرپناه، نغدې مرستې، پاکې اوبه او د ټرانسپورټ اسانتیاوې د دغو بېرته ستنو شویو تر ټولو بېړنۍ اړتیاوې دي.



































