د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال محمد ابراهیم صدر د یوه پلاوي په مشرۍ بامیان ولایت ته سفر کړی او د یاد ولایت له سیمهییزو مسولینو او خلکو سره یې کتلي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې په دې کتنه کې ملا محمد ابراهیم صدر مسولینو ته دنده سپارلې، چې خلکو ته په ريښتنولۍ خدمت وکړي. ورته مهال دې لیدنه کې د بامیانو سرپرست والي عبدالله سرحدي په یاد ولایت کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی.



































