د مصر هلالاحمر ټولنې ویلي، چې نن هم له دغه هېواده غزې ته له مرستو بار لارۍ روانې شوې دي. دغه شاوخوا ۱۵۰۰ ټُنه مرستې غزه کې کلابندو اړمنو کسانو ته لېږدول کېږي او د دوی د خوراکي اړتیاو د برابرولو یوه څه بلل کېږي. العربیه شبکې راپور ورکړی چې دغه لارۍ مصر له رفح بندر څخه د کرمابوسالم او هغه ځایه غزې ته لېږدول کېږي. د مصر هلال احمر پرون هم غزې ته د بشردوستانه مرستو کاروان د لېږد خبر ورکړی و. د یاد بنسټ په وینا، غزه کې د روان ناورین له پیل راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۳۵زره لارۍ مرستې غزې ته لېږدول شوي چې څه باندې ۵۰۰زره خوراکي او نور توکي پهکې شامل دي.


































