د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بېلابېلو بنسټونو د بېرته راستنو شویو او بېځایه شویو د ځایپرځای کولو لپاره یوه پروژه پیل کړې ده. د راپور له مخې دا پروژه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام، د استوګنې سازمان او د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا پلې کېږي او مالي تمویل یې د افغانستان څو اړخیز وجهي صندوق پر غاړه لري. راپور زیاتوي، چې دغه صندوق ۱۵.۸ میلیون ډالر ځانګړي کړي چې له نورو اژانسونو د مرستو په ګډون به د پروژې ټولیزه بودیجه ۲۳.۱ میلیون ډالرو ته ورسېږي. ملګرو ملتونو ټينګار کړی چې له دې پروژې سره به د بېرته راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو بېړنۍ اړتیاوې لکه سرپناه، بنسټیز خدمات او د طبیعي پېښو پر وړاندې مقاومې زېربناوې برابرې شي.



































