د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د نړۍوال عدالت «ای سي جي» له هغه مشورتي نظر څخه هرکلی کوي، چې له مخې یې هېوادونه مکلف دي د اقلیم او چاپېریال د ساتنې په برخه کې د نړۍوالو بشري حقونو له اصولو سره سم عمل وکړي. نوموړی وایي دا پرېکړه د نړۍوالو بشري حقونو له قوانینو سره سم د خساراتو جبران هم پکې شاملوي او دا د افغانستان لپاره ډېر مهم دی، چې له سختو اقلیمي بدلونونو او چاپېریالي زوال سره لاس او ګرېوان دی.» نوموړي زیاته کړې، چې د اقلیم بدلون، وچکالي، سېلابونه او د طبیعي سرچینو له منځه تګ د افغانانو ژوند له سختو ګواښونو سره مخ کړی او اوس باید نړۍوال بنسټونه، شتمن هېوادونه او پخپله افغانان د اقلیمي عدالت لپاره جدي ګامونه پورته کړي.



































