په پروان ولایت کې د څه باندې ۷۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۶ پراختیايي پروژې منظور شوې دي. د پروان د اقتصاد رییس مجیبالله رحیمي ويلي، دغه پروژې چې ارزښت یې ۷۸ میلیونه او ۱۹۷ زره افغانۍ دی، د ولایت په بېلابېلو سیمو کې پلې کېږي. رحیمي زیاته کړه چې له دې ډلې، اته پروژې د ۱۴۰۳ کال اړوند دي چې د بشپړېدو په حال کې دي، او اته نورې پروژې د اوسېدونکو د اړتیاوو پر بنسټ د ولایت په بېلابېلو سیمو کې تطبیقېږي.



































