د احصایې او مالوماتو ملي ادارې چارواکو نن د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو په پروګرام کې وویل چې تېر کال ۲ میلیونه ۴۵۴ زره هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپانې وېشل شوي، چې له دې ډلې یو میلیون ۷۷۸ زره نارینه او نږدې ۶۰۰ زره یې ښځینه دي. د دغې ادارې له لوري همدارنګه تېر کال نږدې ۱۰۰ زره هېوادوالو ته د برېښنايي پېژندپاڼو تر وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي. په راپور کې زیاته شوې، چې تېر کال دې ادارې له لوري ۴۴۲ زره نویو زېږېدلو ماشومانو ته زېږون کارتونه هم وېشل شوي، چې ۲۴۲ زره یې هلکان او پاتې ۲۰۰ زره یې نجونې دي. دغه راز تېرکال په ۴ ولايتونو کې د اسان خدمت څانګې پرانيستل شوې، چې په دې سره د اسان خدمت د ټول څانګو شمېر ۱۱ ته ورسېد.



































