د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړولو وړاندیز کړی دی. عمران خان په خپل دفتر کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي، چې په افغانستان کې د یوه موقت او بې طرفه حکومت جوړېدل د سولې په راتګ کې مرسته کولی شي. دده په وینا په افغانستان کې هغه وخت د سولې په مذاکراتو کې اسانتیا راتلی شي چې یو بې طرفه موقت حکومت جوړ شي او دغه حکومت بیا شفافو او بې طرفه ټاکنو ته لار پرانیزي. نوموړي ویلي، په دې نه پوهېږي چې د یوه موقت حکومت جوړېدل او ټاکنو ترسره کېدل به څومره وخت ونیسي. عمران خان تر دې وړاندې هم دغه ډول څرګندونې کړې وې چې د افغان حکومت له توند غبرګون سره مخ شوې وې. د عمران خان د تازه څرګندونو په اړه تر دې دمه افغان حکومت څه نه دي ویلي.



































