اروپايي ټولنه وایي دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له ټولو خبرو ملاتړ کوي او په دغه هېواد کې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت مهم بولي. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې فدریکا موګیرني نن له ولسمشر غني سره په ارګ کې په ګډه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، افغان حکومت دې د سولې په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي او اجازه دې نه ورکوي چې دغه رامنځ ته شوی فرصت ضایع شي. موګیرني وایي دوی د سولې ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.



































