د هېواد د ملي امنیت د پخواني سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې ، که څه هم د جوزا له لومړۍ يو وار بيا د سرپرست حکومت په جوړيدو ټينګار کړی ،خو د عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې يې ویلي چې د موقت حکومت جوړيدو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر وروستۍ خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده. د یاد ټیم له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د عمران خان دا څرګندونې د نړیوالو ډیپلوماټیکو اصولو خلاف دي او پرته له دې چې د خلکو غبرګونونه راوپاروي نور هيڅ ګټه نه لري. سرچینه کاږې دا ډول بې مسوولیته څرګندونې د دواړو هېوادونو اړیکو ته سخته ضربه رسولی شي. خبرپاڼه کاږي، د سولې او اعتدال ټیم د هغه دا څرګندونې په کلکو ټکو غندي او تاکید کوي چې دا مسایل په افغانانو پورې اړه لري او دوی به هیچاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.



































