د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې تېره شپه د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د یو کلي پنځه اوسېدونکي وژل شوي دي. د هغوی په خبره د پېښې قربانیان څلور ښځې او یو ماشوم دي.هغوی په دې پېښه کې وسله والو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو په کابل کې د امريکايي ځواکونو يوه وياند ډيبرا رچرډسن ويلي، چې په دې عملیاتو کې د سروبي ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال له شپږو ملګرو سره وژل شوى دى. د ډبیرا په خبره په دې پېښه کې څلور مېرمنې او يو ماشوم هم وژل شوي دي. هغې زیاته کړې، دوى تل هڅه کړې چې د ملکي تلفاتو مخه ونيسي او د دې بدې پېښې په اړه يې له افغان ځواکونو سره په ګډه پلټنې پيل کړې دي.



































