د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د عمران خان پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. زلمي خلیلزاد په یوه ټوېټ کې ویلي، چې په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو په اړه د عمران خان څرګندونې بې ګټې دي او کوم مثبت بدلون نه شي راوستلی. دده په خبره د سولې په برخه کې د پاکستان همکارۍ رغنده دي، خو د موقت حکومت په اړه یې څرګندونې رغنده نه دي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو، چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره باید بې طرفه موقت حکومت جوړ شي چې دې مسئلې د افغان حکومت سخت غبرګون له ځان سره لرلی دی. افغان حکومت ددې مسئلې په غبرګون کې له پاکستان خپل سفیر را بللی دی او په کابل کې یې د پاکستان د سفارت مرستیال سفیر احضار کړی دی. بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې اړه به لا ډېرې سلا مشورې کوي.



































