د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان خبرې ناسمې تعبیر شوې دي. د یاد وزارت له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، پاکستان په افغانستان کې امن او ثبات غواړي او په یاد هېواد کې له بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي. سرچینه کاږي، عمران خان د افغانستان د سولې او ټاکنو په اړه خبرې کړې دي چې ترې ناسم تعبیر اخیستل شوی دی. د سرچینې په خبره پاکستان تل دا ویلي چې افغان سوله د سیمې په ځانګړې توګه د پاکستان د ثبات په ګټه ده او دوی په افغانستان کې داسې سولې ته د افغانانو رسېدل غواړي چې پکې د ټولو ارادې تمثیل شي. یاد وزارت دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستیو څرګندونو د افغان سیاسیون په ګډون د ګڼو افغانانو توند غبرګونونه را پارولي او د هغه خبرې یې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده.



































