د هندوستان ټایمز په نامه یوه هندي ورځپاڼه وایي، یاد هېواد به افغانستان ته څلور نورې جنګي چورلکي هم ورکړي. د راپورونو له مخې هند له بلاروس هېواد سره یو قرارداد لاسلیک کړی دی چې پر بنسټ به یې څلور (مې-۲۴) جنګي چورلکي افغانستان ته ورکړي. یادې ورځپاڼې په هند کې د افغانستان د پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي له قوله ویلي، دا چورلکې چې ټول لګښت یې هندوستان په غاړه اخیستی دی، تر راتلونکو څلورو میاشتو به افغانستان ته وسپارل شي. سرچینې ویلي، ددې چورلکو قرارداد شاوخوا یوه میاشت وړاندې د هند، افغانستان او بلاروس هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی و.



































