امریکا وایي له طالبانو سره په روانو مذاکراتو کې له خپل هېڅ شرط نه دي په شا شوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ددغه هېواد سناتورانو ته په یوه استجوابیه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې امریکا له طالبانو سره خبرې روانې کړې دي، خو واشنګټن په دغه مذاکراتو کې له خپل هېڅ شرط نه په شا کېږي. د پمپیو په خبره د مذاکراتو اصلي مدیریت دده په لاس کې دی او هڅه دا ده، چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي، ثبات رامنځ ته شي او د امریکا امنیت خوندي شي. هغه زیاته کړې چې له ټولو مذاکراتو افغان حکومت په جریان کې دی او په کابل کې د واشنګټن سفير په اونۍ کې څو ځله په همدې تړاو له ولسمشر غني سره ګوري. مایک پمپیو وایي دوی به د خبرو پر مټ په افغانستان کې روانه جګړه ختموي خو تر څنګ به یې په نظامي، سیاسي، اقتصادي او د حکومتولۍ په برخه کې ټولې لاس ته راوړنې هم ساتل کېږي.



































