پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سيد اکبر اغا وايي چې د افغان سولې په برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد يواځې د جګړې د بهرني اړخ په تړاو له طالبانو سره د خبرو کولو حق لري. نوموړي په مزار شريف ښار کې له يو شمېر ديني عالمانو سره په ګډه غونډه کې دا هم وويل، چې ټولې خواوې بايد د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره رښتينې هڅې وکړي. نوموړي له وسله والو طالبانو او افغان حکومت هم غوښتنه وکړه، چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر دې د سولې روانه پروسه نه سبوتاژ کوي. د هغه په خبره، د سولې روانه پروسه بايد ژر تر ژره بين الافغاني اړخ ته داخله شي، چې د افغانستان خلک، ديني علما، سپين ږيري او متنفذين د درېيمګړو په حيث په دې برخه کې خپل ملي او اسلامي رول ولوبوي.



































