د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي، چې په بروکسل کې یې د ناټو له چارواکو سره کتلي دي او د افغان سولې په اړه یې خبرې ورسره کړې دي. د زلمي خلیلزاد په خبره د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره د خبرو پر مهال دواړو لورو ویلي، چې دوی په افغانستان کې د روانې جګړې پای ته رسولو، سولې راوستلو او امنیت تامینولو ته ژمن دي. زلمي خلیلزاد ویلي چې دمګړی د ناټو او امریکايي ځواکونه اوږه په اوږه په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه مخ ته وړي او هڅه کوي افغانستان ته امنیت او ثبات راولي. خلیلزاد زیاته کړې چې ناټو په بشپړه توګه د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هیله لري چې د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو له لارې په دغه هېواد کې روانه اوږده جګړه پای ته ورسول شي.



































