اروپايي ټولنې په افغانستان کې د روانې جګړې پر سیاسي حل ټینګار کړی دی، خو ددې تر څنګ یې ټاکنې هم مهمې بللې دي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د اروپايي ټولنې له له غړو سره کتلي دي. دواړو لورو په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د روانو مذاکراتو دوام مهم بللی دی او له دې پروسې یې ملاتړ کړی دی. د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې فدریکا موګیرني په دې لیدنه کې ویلي، چې اروپايي ټولنه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي. د نوموړې په خبره ټاکنې او د سولې مذاکرات دواړه د افغانستان لپاره مهم دي او اروپايي ټولنه په دواړو برخو کې د پاملرنې غوښتونکې ده. خلیلزاد هم په ټاکنو او روانو مذاکراتو کې د اروپايي ټولنې رول مهم بللی دی او ددغه اتحادیې له مرستو یې مننه کړې ده.



































