د امریکا نامتو هنرمندې انجلینا جولي ويلي، د افغانستان د سولې لپاره په روانو خبرو کې باید د افغانو ښځو ګډون ډېر شي. انجلینا جولي په نړۍ کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ده. هغې د ملګرو ملتونو غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، زرګونه افغان مېرمنې رامخ ته شوې دي او د خپلو حقوقو دفاع کوي، نو باید دوی ته د سولې په مذاکراتو کې ونډه ورکړل شي. جولي زیاتوي، هېڅ افغان مېرمن نه غواړي چې خپل او د بچیانو حقوق یې تر پښو لاندې شي. رویټرز د جولي له قوله وایي، چې د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو چوپتیا د اندېښنې وړ ده.



































