ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن کابل ته راشي. زلمي خلیلزاد کابل ته تر را رسيدو مخکې په خپل وروستي ټوېټ کې ویلي، چې د اتلس کلونو لاسته راوړنو په ځانګړي ډول، د افغان ښځو او ماشومانو په اړوندو برخو کې یې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له رئیسې فدریکا موګریني او یو شمېر نورو چارواکو سره خبرې کړې دي. خلیلزاد ویلي چې دغه لاسته راوړنې باید د افغانستان د سولې په پروسه کې په لومړیتوبونو کې وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې خلیلزاد به په خپلو دغو سفرونو کې چې د اپرېل د میاشتې تر ۱۰مې نېټې به دوام پیدا کړي، بریتانیا، بلجیم، افغانستان، پاکستان، ازبکستان اردن او قطر ته ولاړ شي.



































