د ارګ له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د سولې په اړه د هېواد له سیاسي څېرو سره سلا مشورې پيل کړې دي او په دې لړ کې یې نن سهار له یو شمېر مهمو سياسي شخصیتونو سره کتلي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر غني نن سهار له پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني جهادي قومندان استاد عبدالرب رسول سیاف، د سولې عالي شورا له رییس استاد کریم خلیلي او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي. په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت او سولې خبرې شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي چې د سولې په اړه له ولس او سیاسي څېرو سره د ولسمشر غني مشورې پيل شوي دي او دغه ډول لیدنې به دوام ولري.



































