د راپورونو له مخې نن سهار د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر یوه ښوونځي د هاوان ګولۍ لګېدلې ده او ۲۱ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د سرچینې په وینا په پېښه کې ۴ ماشومان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت چا نه دی منلی. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري هم پېښه تاییدوي او وایي، په پېښه کې ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. امنیتي سرچینې بیا وايي په سیمه کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې او دا لا نه ده په ډاګه شوې چې پر دغه ښوونځي د چا لخوا هاوان توغول شوی دی.



































