د راپورونو له مخې د خوست په ځینو ولسوالیو کې پاکستاني پوځيانو اغزن سیم تېر کړی دی او ځینې کلي یې په دوو برخو وېشلي دي. په خوست کې پادشاخان کلی هغه سیمه ده چې وګړي یې د پاکستاني پوځیانو د اغزن سیم له امله په دوو خواوو کې پاتې دي. د سیمې اوسېدونکي وايي پاکستانی پوځ ورته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي، نو څوک چې غواړي خپلې کورنۍ ووینې باید له غلام خان بندر تېر شي او بېرته دې کلي ته راوګرځي. خوست لور ته په دغه کلي کې پراته خلک وايي، چې له دوو کلونو راهیسې یې د خپلې کورنۍ غړي نه دي لیدلي، ځکه د اغزن سیم هغه لوري ته پراته دي. د کلي اوسېدونکي وایي، دوی د پاکستاني پوځ له وحشتونو ستړي شوي دي او افغان حکومت ته په کار ده چې ددغه ډول غیر قانوني اقداماتو او فعالیتونو مخنیوی وکړي.



































