افغان حکومت د ایران د مذهبي مشر پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه یي څو ورځې وړاندې د هغو هزاره توکمه افغانانو ستاینه کړې وه، چې په سوریه کې د ایران په غوښتنه جګړه کوي. ده ویلي وو، چې ایران د یادو کسانو منندوی دی، ځکه ددغه هېواد په ازادۍ کې یې هڅې کړې دي. افغان حکومت بیا د خامنه يي پر دې ستاینه غبرګون ښودلی دی. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي، ایرانی حکومت حق نه لري له افغان کډوالو پخپلو جګړو استفاده وکړي. د بهرنیو چارو زوارت ویاند صبغت الله احمدي وايي، افغان کډوال په ایران کې له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي، نو ایران هم له دغه کمزورۍ په ګټه اخیستو دوی د سوریې جګړو ته استوي. د احمدي په وینا په ځلونو یې له ایراني حکومت غوښتي، چې افغان کډوالو دې پخپلو جګړو کې نه کاروي، خو ایران لا هم دغه غیر قانوني کار ته ادامه ورکړې ده. تر دې وړاندې هم افغان حکومت د سوریې په جګړو کې د افغان کډوالو پر استخدام سختې نیوکې کړې وې.



































