د پکتيکا ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکو له حکومت غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره په دغه ولايت کې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش لړۍ پيل کړي. د مرکز ښرنې يو تن قومي مشر شېراحمد ويلي چې د پېښو د مخنيوي او امنيت د ټينګښت په موخه، حکومت بايد د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ ژر تر ژره په ټول هېواد کې پيل کړي. دغه راز د ښرنې بل اوسېدونکي او قومي مشر سيد نور هم ویلي، چې د برېښنايي تذکرو د وېشلو له پيله ډېره موده تېريږي خو تر اوسه په سوېل ختيځ زون کې دغه پروسه نه ده پيل شوې. د نوموړي په وينا، د دغو تذکرو په وېشلو سره به تر ډېره جنايي او د نورو پېښو مخه ونيول شي. په دې اړه د پکتيکا د ولايتي شورا غړي عزيز عزيز بیا وایي، که چيرې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ چټکه شي او په راتلوونکي ټاکنو ترې ګټه واخيستل شي، تر ډېره به ټاکنې رڼې وي. د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې په پکتيکا کې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ هرڅه ژر پيل کړي.



































