د واشنګټن له لوري د بمونو غورځول په افغانستان کې ثبات نه شي راوستلی. ډیفنس ان امریکايي نشریه لیکي له یوه کال راهیسې په افغانستان کې د امریکا هوایي بریدونه ډېر شوي دي. د سرچینې په وینا د بریدونو ډېرېدو نه یوازې دا چې ګټه نه ده کړې، بلکې د ملکی افغانانو او افغان پوځیانو مرګ ژوبله یې ډېره کړې ده. ډیفنس ان لیکي، د افغان پوځيانو مرګ ژوبله پټه ساتل کېږي خو بیا هم داسې راپورونه شته چې هره ورځ نږدې څلوېښتو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوړي. ددې تر څنګ د واشنګټن په هوایي بریدونو کې هم افغان پوځیانو او هم افغان ملکیانو ته درنې مرګ ژوبلې اوړي. دغه نشریه لیکي چې هوایي بریدونه او دغه ډول د جګړو شدت افغانستان ته ثبات نه شي راوستلی او نه هم په دغه هېواد کې سیاسي ستونزې حل کولی شي. رسنۍ وړاندې لیکي، امریکا ته په کار ده، چې د جګړې پر سیاسي حل فکر وکړي، په افغانستان کې د سیاسي ستونزو حل ته پاملرنه وکړي او په دغه هېواد کې د ملت جوړونې په برخه کې اخیستل شوي ناکام ګامونه بریا ته ورسوي.



































