پخواني ولسمشر حامد کرزي د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي زده کوونکو ته پر اوښتې مرګ ژوبله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نوموړی دغه پېښه غندي او له ښکېلو غاړو یې غوښتي، چې نور دې په افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه ودروي او د جګړې پر ځای دې د سولې پر خبرو تمرکز وکړي. حامد کرزي په یاده پېښه کې وژل شویو ته د جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کړې ده. پرون سهار د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر یوه ښوونځي د هاوان ګولۍ لګېدلې وه چې ۲۱ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه. په پېښه کې ۴ ماشومان وژل شوي وو او ۱۷ نور ټپیان وو.



































