د جګړې ښکېلې خواووې دې د معارف د کارکوونکو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي. د پوهنې وزارت په غزني کې پر یوه ښوونځي پرونی برید په کلکو ټکو غندلی دی. ددغه وزارت ویاندې نوریې نزهت ویلي، چې د ښوونځي پر زده کوونکو او ښوونکو برید په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی او جنګي جنایت بلل کېږي. د نوموړې په وینا په غزني کې وروستی برید په کلکو تکو غندي او له ښکېلو لورو غواړي چې د معارف د کارکوونکو ژوند ته دې خطر نه پېښوي. نوموړې ویلي، له ښوونځیو سره نږدې امنیتي پوستې او پوځي مرکزونه ورته د اندېښنې وړ دي او حکومت باید په دې برخه کې جدي اقدام وکړي. پرون په غزني کې پر یوه ښوونځي د هاوان ګولۍ لګېدلې وه، چې څلورویشتو زده کوونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.



































