د پکتیکا ولایت سیمه ییز روغتیایي چارواکي وایي چې د یاد ولایت په برمل ولسوالۍ کې نا معلومو وسله والو یو روغتیایي مرکز په بمونو الوځولی دی. د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس اسدالله رسولي ویلي، چې ماین د کلینیک په دروازه کې اېښودل شوی و او تېره شپه شاوخوا یوولس بجې یې چاودنه کړې ده. هغه زیاته کړې چې چاودنې ځاني زیان نه دی اړولی خو روغتون یې ویجاړ کړی دی. د نوموړي په خبره په دغه روغتیایي مرکز کې پر نارینه ډاکترانو سربېره یوې قابلې هم دنده درلوده. د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین وویل، ددې کلینیک ګرځنده روغتیایي ډلې ته طالبانو د لیدنې بلنه ورکړې وه چې دوی نه وه منلې نو یې ورته د برید ګواښ کړی وو. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.