د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو زوی او د پیپلز ګوند مرستیال بلاول بوټو زرداري ویلي، افغانستان کې د لنډمهالي حکومت په اړه د عمران خان څرګندونې نامناسبې او غیر سنجېده وې. هغه په سند ایالت کې یوې غونډې ته په خبرو کې د عمران پر څرګندونو توندې نیوکې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې نوموړی حق نه لري د نورو په چارو کې لاسوهنه وکړي او په خپلو وړاندیزونو سره نورو هېوادونو کې ستونزې جوړې کړي. هغه د عمران خان څرګندونې غندلې او زیاته کړې یې ده چې په یاد هېواد کې د سولې لپاره د امریکا هڅې هیله بښونکې دي او بلاخره به دا هېواد د جګړې له اوره په امان کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تېره اوونۍ یوې خبري غونډې ته په خبرو کې ویلي وو چې د افغانستان د کشالې یوازینی حل لنډمهالی حکومت دی.



































