د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، هر کال په نري رنځ یا توبرکلوز اخته ۹زره افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په تېر ۲۰۰۴ مېلادي کال کې دغه شمېر ۲۳زره تنه و. د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز د نري رنځ ناروغۍ سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته ویلي، چې په تېر ۱۳۹۷ کال کې په افغانستان کې په نري رنځ د اخته کسانو ۴۸زره پېښې ثبت شوې دي. د نوموړي په خبره، روغتیايي مرکزونو ته د خلکو د نه مراجعې او یو شمېر نورو ستونزو له امله لاهم په افغانستان کې ۲۰ سلنه د نري رنځ پېښې نه ثبتېږي. تېر کال په افغانستان کې په نري رنځ د ۴۸ زره کسانو اخته کېدو اندېښنې رامنځته کړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان د نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ سره د مبارزې په نړیواله ورځ وویل، چې لا هم ګڼ شمېر افغانان په دغه ناروغۍ د اخته کېدو او یا خپرېدو په اړه پوره پوهاوی نه لري.



































