په سوریه کې د ایران لپاره جنګېدلي نږدې لس زره هزاره توکمه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي. په کورنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې اسوشټېډ پرېس ته ویلي، چې څه باندې ۱۵ زره افغانانو په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم د دفاع لپاره جګړه کوله او له دې ډلې لس زره یې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. دغه سرچینې د یادو کسانو د راستنېدو په اړه اندېښنه هم څرګنده کړې ده. بل پلو اسوشټېډ پرېس بیا وایي چې په افغانستان کې د فاطمیون ډلې د غړو ژوند خوندي نه دی. د سرچینې په وینا دوی د افغانستان په بېلو برخو کې ژوند کوي خو امنیتي ګواښونه ورته متوجه دي. اسوشټېډ پرېس له څو دغه ډول کسانو سره مرکې کړې دي او دوی ورته ویلي چې ژوند ته یې خطر متوجه دی او له ګواښونو سره مخ دي. فاطمیون هغه ډله ده، چې ایران د هزاره توکمه کډوالو افغانانو له ګډون جوړه کړې ده او په سوریه کې یې د بشار الاسد د رژیم په دفاع جنګوي.



































