یکشنبه, اگست 2, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    دلاور: ا.ا د دوحې هوکړې له مخې خپلې هوکړې ته ژمن پاتې شوی

    افغان او ازبکستاني لوري د انرژۍ برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

    کندهار کې د انګورو بڼوال: د صادراتو بندیدو زموږ عایدات کم کړي دي

    مجاهد: اوسنۍ بودیجه د حکومتولۍ او پراختیايي پروژو لپاره بسنه کوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    دلاور: ا.ا د دوحې هوکړې له مخې خپلې هوکړې ته ژمن پاتې شوی

    افغان او ازبکستاني لوري د انرژۍ برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

    کندهار کې د انګورو بڼوال: د صادراتو بندیدو زموږ عایدات کم کړي دي

    مجاهد: اوسنۍ بودیجه د حکومتولۍ او پراختیايي پروژو لپاره بسنه کوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

تازه سروې: ۵۲ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي

اپریل 1, 2019
in افغانستان
0 0

یوه تازه سروې ښيي چې لا هم نیمايي افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. سره له دې چې د ملي یووالي د حکومت مشرانو په تېره ولسمشر غني د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د فقر د له منځه وړلو او د خلکو په دسترخوان کې د تغیر راوستلو خبره کوله، خو تازه سروې ښيي چې نږدې پنځوس سلنه افغانان له خورا ترینګلي اقتصادي وضعیت سره مخ دي او د فقر تر کرښه لاندې ژوند کوي. د دې سروې موندنې ښيي چې ۵۲ سلنه افغانان بېوزله دي او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په افغانستان کې د بېوزلۍ په تړاو د خپلو موندنو نتایج تېره ورځ له رسنیو سره شریک کړل. د دې سروې له مخې، دا مهال د افغانستان ۵۲ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او له مخې یې ۵۸ سلنه بېوزله له ۱۸ کلونو ټیټ عمره ماشومان دي. د احصايې او معلوماتو ملي ادارې چارواکي وایي، چې د افغانستان خلک د ژوند بېلابېلو برخو کې د فقر ښکار دي. د دې ادارې معین حسیب الله موحد وایي، چې فقر په بېلابېلو برخو کې د افغانانو پر ژوند منفي تاثیر کړی دی او تر دې دمه یې د له منځه وړلو لپاره عملي شوو تګلارو ګټه نه ده لرلې.

د دې ادارې د موندنو له مخې، په کوچیانو کې د څو بعدیز فقر کچه لوړه ده، چې ۸۹ سلنې ته رسېږي. په ټوله کې د افغانستان ۸۳ سلنه وګړي په څو برخو کې د څو بعدیزې بېوزلۍ ښکار دي.

 د اقتصاد وزیر د  فقر ټولو اړخونو او ډولونو پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ، د نویو پالیسیو او ستراتیژیو پر تدوین ټینګار کوي. مصطفی مستور په همدې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې دوی د اقتصاد د ودې او فقر د له منځه وړلو لپاره پلانونه طرحه کړي دي او نوې ستراتيژۍ به تدوین کېږي. نوموړي زیاته کړې: ((موږ نن د څو بعدیز فقر موضوع مطالعه کوو. نو له همدې امله څو بعدیزو ستراتيژیو ته اړتیا ده، چې دغه ستونزه له منځه یوسي)).

په ورته وخت کې نړیوال مرستندویه بنسټونه په افغانستان کې د فقر کچه ټکان ورکوونکې بولي او له دې وضعیت نه د وتلو لپاره د نویو لارو چارو د لټولو غوښتنه کوي. په سوېلي اسیا کې د یونسف د سیمه ییز دفتر رییسه جین ګاوف وایي: ((موږ په افغانستان کې د فقر د کچې په اړه، په تېره بیا د بېوزله ماشومانو په اړه چې ۶۰ سلنې ته رسېږي اندېښنه لرو)).

 د اکسفورډ پوهنتون د بشري پراختیا د څانګې رییسه، سبینا الکایر بیا وايي، په افغانستان کې څو بعدیز فقر د دغه پدېدې ژوروالی ښيي، نو ځکه باید د اغېزمنو پالیسیو او څارنې له لارې دغه پديده ورکه کړل شي.

د دې سروې له مخې، په پلازمېنې کابل کې د فقر کچه ټيټه ده، چې ۱۲ سلنه کېږي او په بادغیس کې د نورو ولایتونو په پرتله تر ټولو لوړه ده، چې ۸۱ سلنې ته رسېږي. د بېوزلۍ کچې د زیاتوالي په تړاو دغه راپور داسې مهال دی، چې د ملي وحدت حکومت مشرانو د بېوزلۍ کچې د کمولو په برخه کې ډېرې ژمنې کړې وې، خو د دې سروې پایلې ښيي چې حکومتي مشران د خپلو ژمنو په عملي کولو کې بریالي نه وو.

Tags: featured
Share16Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امریکا ته د خطرناکو اقداماتو په اړه خبرداری ورکړ

اگست 2, 2026
SAMSUNG CSC

اروپايي ټولنه به د سیوتا د کډوالۍ چارو په اړه خبرې وکړي

اگست 2, 2026

چيو شه مجله د شي جين پينګ يوه مهمه لیکنه « د روغ چين د ابادۍ چټکتيا» خپره کړه

اگست 2, 2026

سروې: د چین ” درېیو نویو محصولاتو ” نړۍوال شهرت ترلاسه کړی

اگست 2, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In