د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی دی. اجرائیه ریاست کابل ته د خلیلزاد راتلل دا تأیید کړي دي. د دغه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون زیاتوي چې خلیلزاد به له عبدالله سره په لیدنه د خپل سفر د اهدافو او د سولې د روانو هڅو په اړه معلومات شریک کړي. دا چې خلیلزاد به نور له کومو افغان چارواکو سره وګوري تر اوسه یې په اړه څه نه دي ویل شوي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تېرې دوشنبې په ورځ اوو هېوادونو ته خپل سفر پیل کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړی به په خپلو دغو سفرونو کې چې د اپرېل د میاشتې تر ۱۰مې نېټې به دوام پیدا کړي، بریتانیا، بلجیم، افغانستان، پاکستان، ازبکستان اردن او قطر ته ولاړ شي.



































