اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي، د موقتې سولې په موخه د موقت حکومت رامنځته کېدل د افغانستان په ګټه نه دی او په دې تړاو تر اوسه خبرې هم نه دي شوې. له اجراییه ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، اجراییه رییس یادې څرګندونې نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال کړې دي. نوموړي زیاته کړې چې په دې برخه کې تیت او پرکې هلې ځلې باید سره منسجمې شي او د دې ملي پروسې لپاره په ګډه کار وشي. عبدالله د خپلو خبرو پر دوام ویلي، سیاسي څېرې باید د یو بل په مرسته د افغانستان د تېرو اتلس کلونو لاسته راوړنو دفاع وکړي او په پوره مسوولیت د سولې خبرو کې د افغانانو استازولي وکړي. هغه یو ځل بیا د سولې خبرو لپاره د یو باصلاحیته پلاوي پر ټاکلو ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د دې پروسې مشري او سرنوشت باید خپله د افغانانو په لاس کې وي. هغه زیاته کړې چې سوله او ټاکنې دواړه بیل بحثونه دي او باید سره ونه تړل شي، د هغه په خبره که چېرته دا دواړه ستر هدفونه سره وتړو نو ښایي ورته ونه رسېږي، نو اړینه ده چې پر خپل وخت پر دواړو مواردو تمرکز وکړل شي.



































