متقاعد پوځي او په افغانستان کې پخواني سفیر کارل ایکن بیري په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان جګړه خورا اوږده شوه او په نړیواله کچه یې د امریکا سیاسي او نظامی حیثیت ته ضربه رسولې ده. دده په خبره د ځینو ناکامو تګلارو او فعالیتونو له امله په افغانستان کې جګړه اوږده شوه، میلیاردونه ډالر لګښت ورباندې راغی، لسګونه سرتېري پکې ووژل شول، خو په دغه هېواد کې لا هم د امنیت او ثبات څرګ نه لیدل کېږي. هغه زیاته کړې چې د افغانستان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه وه، چې نه یوازې مالي زیان یې درلود بلکې د امریکا لپاره یې نور زیانونه هم لرلي دي. هغه ټينګار کړی چې د سیاسي هڅو پر مټ باید په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړل شي او په دې توګه د سرتېرو د وتلو او جګړو د پای ته رسولو لار هواره شي.



































