امریکايي سناتوران وایي، په امریکا کې دواړه مخکښ ګوندونه دې پر ټرمپ فشارونه ډېر کړي، چې هغه له افغانستان د سرتېرو د ایستلو مسئله جدي وبولي او عملي اقدام پيل کړي. دیموکرات سناتور رو خانه وايي، دیموکرات او جمهوري غوښتونکي دواړه ډلې دې خپلمنځي اختلافات پرېږدي او پر دې مسئله دې سره یوه خوله شي چې امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي. دده په خبره په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو حضور له دې وروسته ګټور نه دی او په ډېرولو سره یې د افغانستان په وضعیت کې تغیر نه شي راتللی. نوموړي دغه راز ویلي، تېرو تجربو ښودلې چې په افغانستان کې د سرتېرو په ډېرولو سره نا امني او جګړه ډېره شوې نو ددې اړتیا ده، چې دغه جګړه له سیاسي لارو حل شي او امریکايي ځواکونه بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.



































