د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو په ګډون هېڅوک خپله مفکوره پر خلکو نه شي تحمیل کولی او پخوانیو تجربو ښودلې چې دا یوه ناکامه هڅه ده. هغه پخپلو څرګندونو کې همدا راز ویلي، چې که په افغانستان کې امنیت ټینګ شي، سوله راشي او ښکېل لوري جګړه پرېږدي نو امریکايي حکومت تیار دی، چې خپل سرتېري له افغانستان وباسي. خلیلزاد د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د ټاکنو او سولې لپاره په یوه وخت کې او موازي هڅې روانې دي، خو بیا هم که تر ټاکنو مخکې ښکېلې خواوې یوې پایلې ته سره ورسېږي نو د ټولو په ګټه ده. خلیلزاد دمګړی کابل کې دی او د سولې لپاره یې له افغان سیاسیونو سره لیده کاته پيل کړي دي.



































