د ملي دفاع وزارت له لوري په یوه خپاره شوي پیغام کې ویل شوي، چې افغان ځواکونو تېره ورځ په ارغنجخواه ولسوالۍ کې عملیات کړي او وسله والو طالبانو ته یې درانه تلفات اړولي دي. د سرچینې په وینا د طالبانو څو مرکزونه په نښه شوي دي او اوس دغه ولسوالي د افغان ځواکونو په لاس کې ده. تر دې وړاندې د بدخشان ځایي چارواکو له مرکزي حکومت غوښتي وو، چې د ارغنجخواه ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره جدي اقدام وکړي. وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې دغه ولسوالي سقوط کړه او ادعا یې وکړه چې افغان ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي دي.



































